اله سای ولسوالۍ کې د سیرتالنبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوالو وستایل شول
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ چې د الهسای ولسوالۍ په کچه د ۴۰۰ تنو ځوانانو ترمنځ د سیرتالنبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او لس تنه غوره ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو وستایل شول.
د غونډې ویناوالو د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد(ﷺ) د سپیڅلي سیرت په اړه خبرې وکړې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل، چې د رسولالله(ﷺ) د سیرت او د حق د لارې د مجاهدینو د هیلو سره سم عمل وکړي، تر څو د افغانستان او اسلامي ټولنې لپاره ویاړ وګرځي.
۱۴۴۷/۸/۱۲ هـ ق
