د مطالعې او کتاب‌ لوستلو دود د پیاوړتیا هڅې دوام لري

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۳:۲۷
....

د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د عامه کتابتون مدیریت له لوري د بازارک ښار لسګونو تنو ځوانانو ته د مطالعې او کتاب‌ لوستلو د ارزښت په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.
مسؤلینو وویل: دغه هڅې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتاب د اهمیت او د ځوانانو د علمي ظرفیت لوړولو په برخه کې د مطالعې د ارزښت په اړه د دوامداره پروګرامونو جوړولو له لارې دوام لري.
مسؤلینو کتاب او مطالعه د بشري ټولنې نه‌ بېلېدونکې برخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې کتاب د انسان، په ځانګړي ډول د ځوان نسل تر ټولو نږدې او غوره ملګری دی.
دوی زیاته کړه، چې دا ډول د عامه پوهاوي پروګرامونه به د مطالعې او کتاب‌ لوستلو د کلتور د پراختیا په موخه د پنجشیر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په دوامداره توګه جوړ شي.

۱۴۴۷/۷/۲۱ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۹
Background image

سالنګ ولسوالۍ کې د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او همکارو ادارو په همکارۍ چې په سالنګ ولسوالۍ کې د ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، پایلې يې اعلان او مخکښ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۶
Background image

سرپل کې د کتاب او کتاب‌لوستنې د اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب او کتاب‌لوستنې د اوونۍ د لمانځنې په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې ګڼ شمېر فرهنګيانو، د مطالعې مینه‌والو او ځوانانو ګډون  کړی و.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او جرګه رسټورانټ ترمنځ د هوکړه لیک ترڅنګ زده کړیالانو یاد رسټورانټ ته علمي سفر وکړ

چهارشنبه د (۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۱۹مه) نېټه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ. . .

BACK TO NEWS