د امام ابوحنیفه (رحمه الله) د فقاهت او علمي خدماتو په اړه علمي سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۹:۳۲
..

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز کې د امام ابوحنیفه (رحمه الله) د فقاهت او علمي خدماتو په اړه علمي سیمینار وړاندې شو. 
مسؤلینو  د امام ابوحنیفه (رحمه الله) د علمي مقام او تاریخي خدماتو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: امام ابو حنیفه (رحمه الله) د اسلام په زرین تاریخ کې یو ستر علمي شخصیت دی او د دې شخصیت په اړه مطالعه د ځوان نسل لپاره ارزښتناکه علمي پانګه ده، چې نه یوازې د ځوانانو فکري ځواک پیاوړی کوي، بلکې د عقیدې د لا ښه والي لپاره هم مهم رول لري.
دغه راز مسؤلینو د امام ابو حنیفه (رحمه الله) د فقاهت او علمي خدماتو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې د ګډونوالو د ځانګړې پاملرنې وړ وګرځېدل.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ورته علمي پروګرامونو د دوامداره جوړیدو د غوښتني ترڅنګ وړاندیز وکړ، چې دا ډول علمي سیمینارونه دې په لرې پرتو ولسوالیو کې هم جوړ شي.

۱۴۴۷/۷/۱۳هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS