لسکونو تنو ځوانانو ته د موزیم پیژندنې په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۶:۴
..

د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د موزیم عمومي مدیریت له لوري لسګونو تنو ځوانانو ته د موزیم پيژندنې په موخه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د انسان په ژوند کې د موزیم په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: موزیم کې شته آثار د ملتونو هویت، تاریخ او فرهنګ بیانوي، نو اړینه ده؛ چې زموږ ځوانان د خپل هویت، فرهنګ او تاریخ په اړه پوهه ولري.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند موزیم عمومي مدیر وویل: دغه یو ورځنی روزنیز سیمینار د تېرو کلونو څخه پاتې تاریخي آثارو د ارزښت او اهمیت د پیژندلو په موخه جوړ شوی او د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې د دې ولایت ځوانان د موزیم د آثارو، د ساتنې او پالنې په اهمیت لا ښه وپوهوي.
د موزیم عمومي مدیر زیاته کړه، اوس مهال په یاد موزیم کې د اسلامي تمدن، کوشانیانو او بوداییانو له دورو څخه پاتې له سل قلمو څخه زیات لرغوني آثار موجود دي.
په ورته وخت کې ګډونوالو د دې سیمینار ترسره کول د ځوانانو د پوهې د کچې د لوړوالي لپاره مهم وبلل او غوښتنه یې وکړه، چې ورته روزنیز پروګرامونو جوړول دې دوام ومومي.
۱۴۴۷/۶/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS