د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې په نوم سییمینار ترسره شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۲:۲۵
...

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځوانانو چارو آمريت له لوري د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې په نوم د یاد ریاست د غونډو په تالار کې یو ورځنی سيمینار جوړ شو، چې پکې د جلال‌ اباد ښار او شاوخوا ولسوالیو ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی وو.
د سمینار د پیل په مراسمو کې د ځوانانو چارو آمر ګډونوالو ته د شرعي نظام د استحکام په برخه کې د اطاعت ارزښت او اغېزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د سترو قربانیو په برکت په هېواد کې شرعي نظام حاکم شوی او په دغه نظام کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو حقوق د اسلام مبارک دین د حکمونو په رڼا کې خوندي دي.
همدا راز نوموړي زیاته کړه؛ ډېر مهمه ده، چې ټول ځوانان باید د پردیو له غلطو تبلیغاتو ځان وساتي او د شرعي نظام د دوام، ساتنې او استحکام لپاره د اطاعت په ګاڼه سمبال شي، څرنګه چې د شل کلن اشغال پرمهال د اشغالګرو پر وړاندې قربانۍ ورکړل شوې، همداسې اوس د شرعي نظام ساتنه او ملاتړ پر هر افغان لازم دي.
د سیمینار په لړ کې استاد عبدالرحیم صراف او محمد ګلاب توحیدیار ځوانانو ته د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې، د ځوانانو فکري روزنې او رغونې په اړه خپلې لیکل شوې علمي مقالې واورولې.

۱۴۴۷/۶/۱۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS