د ننګرهار ولایت موزیم ته لسګونه لرغونې سکې ولېږدول شول

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۲:۵۷
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند لرغون پیژندنې ریاست له لوري ۴۲ لرغونې سکې چې له جملې یې یوه د سپینو زرو او پاتې نور له مسو څخه جوړې شوې دي او د تیرو کلونو په لړ کې د ننګرهار ولایت سبز آباد غونډی لرغونې سیمې څخه لاسته راغلې دي، د مسلکي هیات له لوري نندارې ته وړاندې کولو په موخه له پاک کاري، وقایې، تشخیص او ثبت وروسته د ننګرهار ولایت موزیم ته ولېږدول شول.
یادې سکې د میلاد څخه وړاندې دریمې پېړۍ څخه تر شپږمې میلادي پېړۍ (هندو سکایي، یونان او باختر، هند او پارتي، کوشاني او ساساني-کوشاني دورو) پورې تړاو لري.
د لرغون پیژندنې رئیس سید ذبیح الله سادات وویل: لرغونې آثار په ځانګړې توګه سکې د حکومت او خلکو تاریخي، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي، او ټولنیز هویت نښه ده، چې له پخوانیو دورو څخه موږ ته پاتې شوي دي او د لرغون ‌پېژندنې ریاست مسلکي کارکوونکي د اسلامي امارت د اصولو او تګلارو مطابق علمي او مسلکي فعالیتونو ته ژمن دي، ترڅو د هېواد د بډایه تمدن د لا ښې پېژندنې غوره زمینه برابره کړي.

۱۴۴۷/۶/۱۵ ه‍ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS