کاپیسا کې دوه لرغونې سیمې کشف شوې
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: د دې ریاست پلاوي په اله سای ولسوالۍ کې د لرغونو سیمو د لیدنو پر مهال د (ددکی او شهیدانو غونډۍ) په نوم دوه لرغونې سیمې کشف کړي دي، دغه سیمې د تاریخي نښو درلودنکي دي، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ډيتابیس کې د تاريخي سيمو په حیث ثبت شوې.
د مسؤلینو په وینا په یادو سیمو کې د لرغوني ژوند ډېرې نښې لیدل کیږي، چې د سیمې اوسیدونکي یې هم د خپلو نیکونو د اوسیدو ځای په توګه ګڼي.
د لرغونو سیمو آثار د تاریخ هغه پټه خزانه ده، چې له خاورو څخه د لرغونو تمدنونو رازونه بیانوي او د لرغونو پاتې شونو او آثارو له لارې د یوه ملت کلتوري او تاریخي هویت څرګندوي.
۱۴۴۷/۶/۱۱ هـ ق
