پروان کې د کتاب دوه ورځنی نندارتون جوړ شو
د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون له لوري د دې ریاست په انګړ کې د کتاب دوه ورځنی نندارتون د یو شمېر فرهنګیانو، استادانو، زده کوونکو، ځوانانو او د کتاب مینوالو په شتون کې جوړ شو.
دغه نندارتون د مطالعې دود پیاوړتیا، علمي او ادبي سرچینو ته د عامو خلکو د لاس رسي او د کتاب مینوالو د هڅونې په موخه جوړ شوی، په یاد نندارتون کې سلګونه اسلامي، ادبي، تاریخي، روان شناسي، ټکنالوژۍ، سیرت النبي او نور بېلابېل کتابونه نندارې ته ایښودل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د ټولنې په فکري وده کې د کتاب او مطالعې په ارزښت ټینګار وکړ او د کتاب لوستنې دود د پیاوړتیا په موخه د ښوونیزو او فرهنګي ادارو د لا زیاتو همکاریو غوښتونکی شو.
ګډونوالو د دغه نندارتون جوړولو څخه هرکلی وکړ او د ښوونځیو، ښوونیزو او فرهنګي مرکزونو په کچه د ورته پروګرامونو جوړولو غوښتونکي شول.
۱۴۴۷/۶/۶ هـ ق
