د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د کابل لسمې ناحیې څخه څارنه وکړه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۵:۳
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د لسمې ناحیې د شهرنو سیمې د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه. 
د دغه پروګرام په پیل کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ‌گل جواد او د کمېسیون غړو، د یادې سیمې د ارزښت او د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح او څارنې د څرنګوالي په اړه له رسنیو او د اصنافو مسؤلینو سره خبرې وکړې. 
وروسته هټۍ لرونکو او کسب ‌کارانو سره د لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسيون طرزالعمل او معیارونه په تفصیلي توګه شریک شول، تر څو خپلې لوحې او تبلیغاتي اعلانات د معیارونو له مخې تنظیم کړي.  
همدارنګه د کمېسیون د مسلکي غړو له خوا د غیر معیاري لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو د اصلاح په موخه د هېواد په ملي ژبو بدیلې کلمې وړاندې شوې او یو شمېر هټۍ لرونکو او کسب کارانو ته اصلاحی وړاندیزونه هم وشول. 
د دغې سیمې هټۍ لرونکو او کسب ‌کارانو د یاد کمېسیون فعالیتونه وستایل او د دوی هڅې یې د ملي ژبو د پیاوړتیا او د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې مهمې وبللې. 
د یادونې وړ ده، چې په دې څارنه کې د څه باندې ۵۰ لوحو او تبلیغاتي اعلاناتو پلټنه او اصلاح وشوه.

۱۴۴۷/۶/۴ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS