دایکنډي کې د سیرت النبيﷺد کتاب لوستنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول
د دایکنډي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د پوهنې ریاست او دایکنډي پوهنتون په ګډو همکاریو او د ولایت مقام په مالي ملاتړ د سیرت النبيﷺ کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۵۰۰ تنو ښوونځیو او دیني مدرسو زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري خالد احمد فضلي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ځوانانو ترمنځ د علمي او فرهنګي سیالیو جوړول مهم یاد کړل او ویې ویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست دایکنډي کې د کتاب لوستنې سیالیو جوړولو او مطالعې دود ترویج کولو په برخه کې ډېر فعالیتونه ترسره کړي دي.
دغه راز دایکنډي مرستیال والي الحاج مولوي احسانالله رحمتیار وویل: ټول زدهکوونکي باید لومړی له خپل مور و پلار څخه مننه وکړي، چې دوی ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده او دویم قدم کې موږ ټول باید له اسلامي امارت څخه مننه وکړو، چې د پوره امنیت په تامین سره یې د زده کړو غوره زمینه برابره کړې ده او موږ باید له دې فرصتونو څخه سمه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یادې سیالۍ ۱۱۹ تنه مخکښ ګډونوال په بېلابېلو ډالیو سره وستایل شول.
۱۴۴۷/۵/۲۹ هـ ق
