لغمان کې د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۵۴
...

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د اطلاعاتو امر د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو څخه مننه وکړه، چې د اسلامي نظام د پالیسو مطابق فعالیتونه ترسره کوي، د اطلاعاتو آمر خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ته د لا غوره پروګرامونو جوړولو او پر وخت اطلاع رسونې په موخه یو شمېر اړینې سپارښتنې وکړې.
دغه راز د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او ویاندویانو د دوامداره ناستو جوړولو په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه او خپل ستونزې او وړاندیزونه یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو سره شریکې کړې.
د ناستې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د ناستې ګډونوالو ته د دوی د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ ورکړ، ښاغلي رسولي له ویاندویانو څخه وغوښتل چې خبري موضوعات له رسنیو سره پر وخت شریک کړي او د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ته یې سپارښتنې وکړې چې د ولایت په کچه مهم او ارزښت لروونکي موضوعات پر وخت خپاره کړي.
۱۴۴۷/۵/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

ترنم او ترانې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترنم او ترانو ریاست د مرکز سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې د (۲۰) سټوډیو ګانو ارزونه کړې ده.
په یاده موده کې پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ د رسنیو د ستونزو حل، د خبریالانو ملاتړ او اطلاع رسونې بهیر ښه والي په موخه د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتاب‌پلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون. . .

BACK TO NEWS