په اسلامي ټولنه کې د رسنیو رول او د ژېړ ژورنالیزم تشریح په نوم علمي او څیړنیز سمینار ترسره شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۲:۵
..

بادغیس کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د عروج څیړنیزې ادارې له لوري په اسلامي ټولنه کې د رسنیو رول او د ژېړ ژورنالیزم تشریح په نوم علمي او څیړنیز سمینار ترسره شو. 
د اطلاعاتو او کلتور رئیس آخندزاده مطیع ‌الله متقي د رسنیو رول یو ستر رسالت وباله او زیاته یې کړه؛ رسنۍ باید خپل فعالیتونه د اسلامي شریعت له معیارونو سره سم ترسره کړي او د اسلامي امارت د پالیسو سره سم خپل رسالت په ښه توګه ادا کړي.
د سمینار په لړ کې یو تن خبریال ژېړ ژورنالیزم په مسلکي توګه بیان کړ او د دغه ډول ژورنالیزم په ځانګړتیاوو، منفي اغیزو، د خبریال ټولنیز مسؤلیتونه او په اسلامي ټولنه کې د خبریال د مقام په اړه يې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د سیمنار په پای کې ګډونوالو د رسنیو د لا ښه فعالیتونو ترسره کولو او ژېړ ژورنالیزم د مخنیوي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

۱۴۴۷/۵/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS