ترکیه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې د ترکیې د دیني چارو ریاست د بهرنیو چارو له رئیس سره ولیدل.
ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي آتشې قاری حمیدالله تمکین په انقرې ښار کې د ترکیې د دیني چارو ریاست د بهرنیو چارو له رئیس ښاغلي انصاري یني تورک سره د هغه په کاري دفتر کې ولیدل.
ښاغلي انصاري یني تورک د اسلامي امارت فرهنګي آتشې ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هغه له راتګ څخه خوښي وښوده او دغه لیدنه یې د دواړو ورورڼو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي، دیني او علمي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د ګډ هوډ نښه وبلله، نوموړي زیاته کړه؛ د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې د ګډو اسلامي ارزښتونو او ژورو تاریخي او فرهنګي اړیکو پر بنسټ ولاړې دي.
قاري حمیدالله تمکین د ترکیې جمهوریت د بېلابېلو علمي او تعلیمي همکاریو څخه مننه وکړه او د افغان زده کړیالانو د دیني او شرعي علومو په برخو کې له لیسانس څخه تر دوکتورا، د دارالعلوم زده کوونکو جذب، د نهم څخه تر دولسم ټولګیو کې افغان زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابرول، همدارنګه د شرعیاتو له څانګې څخه فارغ شویو ځوانان لپاره د تخصصي دورې (فیالفقه) د دوام د زمینې برابرولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي انصاري ینی تورک د دوه اړخیزو او د دوامدارو همکاریو له امله خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې د ترکیې د دینی چارو عمومي ریاست له اسلامي امارت سره په علمي، فرهنګي او ديني برخو کې هر ډول مرسته او همکاریو ته چمتو دی. نوموړي زیاته کړه چې د افغان زده کړیالانو لپاره به د دیني او شرعي علومو په برخه کې له لیسانس څخه تر دوکتورا پورې د تحصیلي بورسونو سهم زیات شي او همدارنګه به د دارالعلوم له نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي او د قرآن کریم حافظانود شمولیت زمینه برابره شي، په ترکیه کې د قرآن کریم د حفظ او تلاوت نړیوالې سیالۍ لپاره به دوه رسمي بلنلیکونه په انقره کې د اسلامي امارت سفارت ته واستول شي، تر څو دوه تنه وړ کسان دې سیالیو ته ور وپېژندل شي، همدا راز يې د ترکیې د دیني چارو ریاست کې د لس تنو افغان ممتازو عالمانو د علمي کنفرانسونو او د نظرونو د تبادلې غونډو کې د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړ.
د لیدنې په پای کې ښاغلي انصاري یني تورک ټینګار وکړ، چې د ترکیې جمهوریت تل د افغانستان د اسلامي امارت له ولس او دولت سره ولاړ دی او په بېلابېلو برخو کې د ملاتړ او همکاریو د دوام ژمنه کوي.
۱۴۴۷/۵/۲۲ هـ ق
