پنجشېر کې لسکونه تنه ځوانان د انګلیسي ژبې له وړیا زده کړو فارغ شول
د پنجشیر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند د وړیا ښوونیز مرکز څخه د انګلیسي ژبې له ټولګیو ۶۰ تنه زده کوونکي فارغ شول.
غونډه کې د وينا پرمهال د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم وویل: د عصري علومو، ټکنالوژۍ او کمپیوټر په برخو کې د علومو زده کړه نن ورځې د ټولنې بنسټیزه اړتیا ده، د عصري علومو او مهارتونو په زده کړو سره کولای شو، د اسلام د دښمنانو پر وړاندې اغېزمن مقاومت او مبارزه وکړو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده وویل: په دغه ښوونیز مرکز کې لسګونو تنو ځوانانو د دریو میاشتو په موده کې د انګلیسي ژبې د لوستلو، لیکلو او محاورې کولو مهارتونه زده کړل، روان کال شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ځوانان د یاد ښوونیز مرکز له بېلابېلو برخو څخه فارغ شوي دي.
ښاغلي ملکزاده زیاته کړه؛ د پنجشیر د والي په هدایت او د ملاتړ په اساس يې، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز د دوهم ځل لپاره د کانکور آمادګۍ ټولګي د مرکز تر څنګ په اوو ولسوالیو کې پیل کړي دي.
د غونډې په پای کې د ولایت مقام، د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست مسؤلینو له لوري فارغ شویو ځوانانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
۱۴۴۷/۵/۲۰ هـ ق
