د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د فکر او انديشې پر توليد ټينګار وکړ

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۱:۳۲
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د فکر او انديشې پر توليد ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير، ډاکتر سيد محمد علي جاويد ته د تنديس ورکولو په مراسمو کې د فکر او انديشې پر توليد ټينګار وکړ .
د باختر اژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن په همدې مناسبت د ولسي جرګې او د سياسي ګوندونو د يوشمېر غړو او د يوشمېر ليکوالانو په ګډون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تالار کې جوړه شوه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په ټولنه کې د فرهنګي کارونو د ارزښت او اغيزمنتوب په اړه خبرې وکړې او ويې ويل که چيرې مو زده واي چې څنګه فکر او انديشه توليد کړو او د فکر او انديشې پر بنسټ مو راپېښو ستونزو ته د حل لاره ومومو؛ نو کوچنیو شخړو سترې قومي، مذهبي، نژادي او مليتي دښمنۍ نه رامنځ ته کولې. که چېرې د افغانستان سياسي مشرانو او ليکوالو په دې برخه کې پانګه اچونه کړى واى موږ به نن د یو ښه افغانستان شاهدان وای.
محمد طاهر زهير ليکوالانو ته د فرهنګي پراختيا په لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ژمنې يادونه وکړه او ويې ويل: موږ هغه وخت سولې، نيکمرغۍ او سوکالى ته رسېږو چې فرهنګي کارونه مبدا وټاکو.
سيد محمد علي جاويد په دې غونډه کې د خپلو فرهنګي کارونو په اړه برخه والو ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه: د خپلو کتابونو په ليکلو کې مې کوښښ کړى دى چې متونو ته مراجعه وکړم او د عقل او منطق په رڼا کې لیکنې وکړم او د لوستونکو رضايت او خوښي تر لاسه کړم.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شيواي شرق د ملي ثبات د ګونډ رييس سيد حامد انوري، د اسلامي اخوت شورا غړي سيد عادي حسيني، د اسلامي حرکت مشر سيد عبدالهادي هادي هم د ليکوال د اثارو او د علمي او فرهنګي کارونو د محتوا په اړه خبرې وکړې .
بايد وويل شي چې سيد محمد علي جاويد د افغانستان د جهاد د دورې له سياسي مشرانو څخه دى چې د سياسي مبارزې مخینه لري او د پلان او ترانسپورت وزیر هم پاتې شوی دی، له ځوانۍ څخه پر فرهنګي کارونو او ليکوالۍ بوخت دی چې د ده په خبره په ١٢ کلونو کې یې ٤٣ عنوانه کتابونه ليکلي دى چې له دې جملې څخه ١٢ يې چاپ شوي دي.

کابل/ دسلواغې ١٢مه/ باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دوشنبه (١٤ د جمادي‌الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د باختر خبري آژانس له لوري د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او د باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست او (DHSA) موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري خدمتونو موسسې(DHSA) ترمنځ د ټولنیز ګډون پیاوړتیا په نوم د همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۱۴جمادی الاول ‌۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS