له قلموالو مبارزو ځوانانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۰:۱۹
..

د پکتیا ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د ځوانانو چارو آمریت په هڅو د مصلحو او قلموالو مبارزو ځوانانو تر منځ د فکري مبارزې پیاوړتیا، یووالي، انسجام او همغږۍ په موخه غوڼده وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار وویل: ځوانان باید د قلم له لارې د فکري مبارزې په برخه کې ډیر کار وکړي، د باطل په وړاندې د حق مبارزه کول غوره جهاد دی، د مسلمانو ځوانانو سوچ، فکر او هوډ باید دا وي، چې د باطلو افکارو او پروپاګند په وړاندې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او د اسلامي امت د ځوانانو یووالي او همغږۍ لپاره اعظمي هڅې وکړي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو لپاره فکري روزنې او مبارزې په برخه کې بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي دي او لا هم هڅې کوي، چې لیکوالانو، شاعرانو، ځوانانو او زده کوونکو ته راتلونکي کې نور پروګرامونه هم جوړ کړي.
د غونډې په لړ کې د پوهنتون استاد احسان الله نظري له لورې د ځوانانو پر فکري روزنې، د فکري جګړې او په وړاندې یې د مبارزې لارې چارو باندې روزنیز سیمینار وړاندې شو.
ورپسې د غونډې ګډونوالو د ښې همغږۍ، یووالي، فکري او قلمي مبارزې لا ښه والي په موخه نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، چې د مسؤلینو له لوري ورته د هر راز همکارۍ داډ ورکړل شو.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست، ځوانانو چارو آمریت له لوري د مصلحو او قلموالو مبارزو ځوانانو کړنې د مننلیکونو په ډالۍ کولو سره وستایل شوې.

۱۴۴۷/۵/۱۱ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۲
Background image

کندهار کې د انار‌ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په حضور کې ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د امارتي ادارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

BACK TO NEWS