د "فکري یرغل پر وړاندې د مسلمان ځوان مسوولیت" تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار ترسره شو
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په دغه ولایت کې د "فکري یرغل پر وړاندې د مسلمان ځوان مسوولیت" تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار ترسره شو، چې پکې د جلال آباد ښار بېلابېلو ناحیو او یو شمېر ولسوالیو ځوانانو ګډون کړی و.
په دغه سمینار کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني او نورو ویناوالو راغلو ځوانانو ته د فکري یرغل د خطرونو او د مسلمان ځوان د مسوولیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ویناوالو ټینګار وکړ، چې غربیان د فکري جګړه په وسیلې د مسلمانانو ذهنونه او افکار کمزوري کوي، نو اړینه ده چې ځوانان په علمي، فرهنګي او دیني زده کړو سمبال شي، تر څو د لوېدیځو فکري دسیسو پر وړاندې ویښ اوسي.
ویناوالو زیاته کړه؛ اسلامي نړۍ باید د غربي رسنیو د پوچو تبلیغاتو پر ځای د حق او رښتیني ژورنالیزم لپاره زمینه برابره کړي، د مطالعې او زده کړو فرهنګ ته وده ورکړي او د ځوانانو د استعدادونو د ودې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
سمینار کې ګډونوالو ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د دې ډول علمي او فکري غونډو لړۍ باید ولسوالیو او کلیو ته هم وغځول شي، تر څو نور ځوانان هم ترې ګټه واخلي.
د سمینار په پای کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي ذبیحالله نوراني ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د غوښتنې مطابق به یاده پروسه ولسوالیو ته هم وغځول شي.
۱۴۴۷/۵/۷ هـ ق
