د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي کندهار ته سفر وکړ

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۹:۱۹
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست اړوند د سمعي او بصري چارو ریاست پلاوي د ښاغلي سعدالله اسد په مشرۍ کندهار ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام‌الله سمنګاني سره په لیدنه کې د جهادي دورې اړوند بېلابېلو موضوعاتو او د مجاهدینو د قربانیو ځایونو د مستند کولو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي ښاغلي سعدالله اسد وویل: د مجاهدینو د قربانیو ځایونه د جهاد، قربانۍ او استقلال ژوندۍ نښې دي، چې باید په مسلکي توګه مستندې شي. 

ښاغلي اسد زیاته کړه؛ د کندهار د محبس د تونل تاریخ، د ناټو د ړندو بمباریو پېښې، د شهیدانو دردونکې خاطرې، او د مجاهدینو د سنګرونو حالاتو ته باید پاملرنه وشي، ترڅو دا زرین تاریخ د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي، دغه تاریخي اسناد به د جهادي ارزښتونو د لوی ریاست په هڅو د مجلو، کتابونو او ویډیو په بڼو خپرېږي، تر څو د هېواد د آزادۍ او مقاومت واقعي انځور راتلونکو نسلونو ته وروپېژندل شي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام‌الله سمنګاني د جهادي ارزښتونو ساتنې هرکلی وکړ او دغه اقدام یې یو ارزښتناک او اړین ابتکار وباله، ښاغلي سمنګاني له مرکز څخه راغلي پلاوي ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې وویل: دغه اقدام به د تاریخ د ژوندي ساتلو تر څنګ، د جهادي ارزښتونو د هېرېدو او تحریف مخه هم ونیسي.

۱۴۴۷/۴/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS