تخار کې (کتاب، د سبا په لور پل) په نوم کنفرانس جوړ شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۱۶
......

په تخار ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د فرهنګ او ګرځندوی آمریت له لوري (کتاب، د سبا په لور پل) په نوم علمي کنفرانس د یاد ریاست په عامه کتابتون کې جوړ شو، په دغه علمي او فرهنګي کنفرانس کې یو شمېر علمای کرامو، فرهنګیانو، ځوانانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر د کتاب او مطالعې د ارزښت په اړه وویل: هغه ولسونه چې له کتاب او تحقیقاتو سره ژوند کوي، د نړۍ مخکښ، رهبران او واکمنان دي، خو هغه ملتونه چې ځوانان یې له مطالعې او څيړنو څخه لرې وي، حتمي به د ناپوهۍ، ذلت او بې‌لارۍ ښکار شي.
ورپسې نورو ویناوالو د علم، کتاب او د ټولنو د پرمختګ او دنیا او اخرت د نیکبختۍ په برخه کې د مطالعې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له ځوانانو څخه یې وغوښتل، چې مطالعه او څېړنه پرینږدي او د خپل ملت راتلونکی د ناپوهانو لاسونو ته ونه سپاري.
د کنفرانس په پای کې ګډونوالو د دې علمي کنفرانس د جوړېدو له امله د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د ځوانانو فکري ودې لپاره د باید دا ډول نور پروګرامونه هم جوړ شي.

۱۴۴۷/۴/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS