بادغیس کې د (د ګرځندوی صنعت اهمیت) په نوم پروګرام جوړ شو
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ګرځندوی کلتور د پراختیا او د دې مهم صنعت د ارزښت په اړه پوهاوي په موخه (د ګرځندوی صنعت اهمیت) په نوم پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز ښوونکو له لوري د ویناوالۍ او کمپیوټر زده کوونکو ته د ګرځندوی صنعت اهمیت په اړه معلومات ورکړل شول، چې زده کوونکو یې تود هرکلي وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس آخندزاده مطیعالله متقي وویل: د الله تعالی په فضل د بادغیس ولایت د ګرځندوی کلتور ښه لور ته روان دی او دا د شکر ځای دی، چې موږ نن د یو بشپړ اسلامي او شرعي نظام تر سیوري لاندې ژوند کوو، داسې نظام چې د ټولنې په ټولو برخو کې، لکه کلتور، تعلیم، اقتصاد، ګرځندوی او نورو برخو کې جدي او عملي پاملرنه لري.
ښاغلي متقي زیاته کړه؛ د بادغیس اطلاعاتو او کلتور ریاست تل هڅه کوي، چې د ښوونیزو، کلتوري او هنري پروګرامونو له لارې د ګرځندوی په برخه کې د ځوانانو د پوهاوي کچه لوړه کړي او د دې مهم صنعت د ودې لپاره لا غوره زمینه برابره کړي. نوموړي له ټولو ځوانانو او فرهنګیانو څخه وغوښتل چې ولسونو ته د بادغیس ولایت د طبیعي او تاریخي جاذبو د پیژندلو په برخه کې فعاله ونډه واخلي او د دې ولایت ښکلی او فرهنګي انځور نورو ته وروپېژني.
۱۴۴۷/۴/۲۶ هـ ق
