د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو د ښه تطبیق په موخه د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۵۲
...

د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو او حکمونو د لا ښه تطبیق او عملي کولو په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر اطلاعاتي آژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌ الله نوراني، علمای کرامو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ځوانان ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌ الله نوراني وویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرامین د ټولنې د نېکمرغۍ او د ناسمو دودونو د له‌ منځه وړلو لپاره عملي کېږي، په دغو فرامینو کې د نارینه او ښځو‌ حقوق د اسلام مبارک دین له نظره په سمه توګه ټاکل شوي دي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باختر اطلاعاتي آژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل د ټولنې د بدبختیو مخنیوی د اسلام د مبارک دین په عملي کولو او د شرعي نظام په بشپړ تطبیق سره ممکن وبلله او زیاته یې کړه؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرامین د اسلامي شریعت له اصولو سره سم جوړ شوي او پلي کول يې پر ټولو لازم او واجب دي.
ورته مهال د بټي کوټ ولسوال قاري محمد یاسر حقاني او د خلکو په استازیتوب څو تنو ګډونوالو وویل: دا د خوښی ځای دی، چې د فرامینو او حکمونو د تطبیق په موخه ولسي غونډې ترسره کېږي، نوموړي ژمنه وکړه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو او حکمونو د عملي کولو په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

‍۱۴۴۷/۴/۲۲ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS