چخانسور ولسوالۍ کې د عامه کتابتون څانګه پرانېستل شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۳۹
...

د نيمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس د عالیقدر اميرالمومين حفظه الله د فرمانونو د تطبیق، د تاريخي آبداتو د ساتنې او د عامه کتابتون د څانګې د پرانېستې په موخه چخانسور ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب ‌الله الهام وویل: دغه کتابتون چې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په سلګونه ټوکه عصري او دیني کتابونه پکې شته دي، چخانسور ولسوالۍ کې د مطالعې کلتور د ودې، د ځوانانو د ظرفیت لوړونې او د ټولنې اړتیاوو پوره کولو لپاره فعال شو او دغه کتابتون د چحانسور ولسوالۍ د ولسونو لپاره غوره سرمایه ده، نوموړي له ځوانانو څخه وغوښتل چې د معلوماتو زیاتولو او مطالعې په موخه دغه کتابتون ته مراجعه وکړي.
همداراز ښاغلي الهام د یادې ولسوالۍ له ځايي مسؤلینو او ولسونو سره د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ الله د فرامینو (ناسمو رواجونو د مخنيوي او تاريخي آبداتو د ساتنې) په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل، له مسؤلینو او ولسونو څخه يې د ټولنې څخه د ناسمو رواجونو د مخنیوي په تړاو د همکارۍ غوښتنه وکړه او د تاریخي آبداتو د ساتني په اړه یې وویل: تاریخي سیمې او کلاګانې تاریخ بیانوي او د هېواد ملي شتمنۍ دی، باید سمه ساتنه ترې وکړو.
په ورته وخت کې د چخانسور ولسوالۍ مسؤلینو او ولسونو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د یادو فرامینو د پلي کولو او نورو ته د رسولو په اړه د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS