د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۰
...

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مولوي فیض الله جوهري په مشرۍ د یاد ولايت د رسنيو له مسؤلينو، خبريالانو او د امارتي ادارو له وياندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس په سیمه ییزو رسنیو کې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو کاري قراردادونو د اړتیا، په بېلابیلو خپرونو کې د دیني او عصري علومو د علماوو ګډون او د رسنیزو فعالیتونو د لا غوره والي په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او د رسنیو د ملاتړ په برخه کې یې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.
دغه راز د رسنیو مسؤلینو معلوماتو ته د لاسرسي، راډیویي خپرونو کې د علماوو ګډون او یو شمېر نورو برخو کې خپل وړاندیزونه او غوښتنې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو سره شریکې کړې.
په ورته وخت کې د بېلابیلو امارتي ادارو ویاندویانو معلوماتو ته د لاسرسي او یو شمېر نورو برخو کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ته د پوره همکاریو ډاډ ورکړ.

۱۴۴۷/۴/۵ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

ترنم او ترانې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترنم او ترانو ریاست د مرکز سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې د (۲۰) سټوډیو ګانو ارزونه کړې ده.
په یاده موده کې پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ د رسنیو د ستونزو حل، د خبریالانو ملاتړ او اطلاع رسونې بهیر ښه والي په موخه د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتاب‌پلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون. . .

BACK TO NEWS