له وړیا ښوونیز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز څخه په شپږمه دوره کې سلګونه ځوانان د کمپیوټر، عربي او انګلیسي ژبو شپږ میاشتنیو ټولګیو څخه فارغ شول، چې د فراغت په مراسمو کې يې د ګڼ شمېر امارتي ادارو استازو، د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د هلمند د ځوانانو چارو آمر له ټولو فارغو شویو ځوانانو څخه وغوښتل، چې خپلې زده کړې تر نورو هم ورسوي، تر څو ټولنه کې د علم رڼا خپره شي، د نوموړي په وينا؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست له وړیا ښوونیز مرکز څخه په شپږمه دوره کې ۴۵۵ تنه ځوانان د کمپیوټر، عربي او انګلیسي ژبو زده کړو څخه فارغ شول.
دغه راز د هلمند ولايت مقام استازي وويل: دا چې په وطن کي د ناخوالو ټغر ټول او د امن لمن غوړېدلې ده، نو د علم ترلاسه کولو لپاره ښه زمينه برابره ده، ځوانان باید له دې فرصت څخه په ښه توګه ګټه واخلي او د علم او عصري زده کړو په برخه کې د نړيوالو سره خپل ځانونه سيال کړي.
فارغ شویو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه، چې دوی ته یې د زده کړو زمینه برابره کړې او لا هم د ځوانانو د روزنې لپاره هلې ځلې کوي.
د یاونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د هلمند ښوونیز مرکز استادانو ته د مادي او معنوي ډالیو د ورکړې ترڅنګ فارغ شویو ځوانانو ته هم تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
۱۴۴۷/۴/۴ هـ ق
