بامیانو کې د هنري آثارو درې ورځنی نندارتون جوړ شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۵:۳۱
...

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان ریاست په همکارۍ د یاد ریاست په انګړ کې د بامیانو زون د هنري آثارو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري سید مصطفی صالح وویل: یو انځور له زرو کلمو اغیزمن دی، موږ باید خپل فرهنګ په نقاشۍ، خطاطۍ او نورو هنري آثارو کې څرګند کړو، نوموړي هنرمندانو ته سپارښتنه وکړه، چې د اسلامي ارزښتونو، طبیعي ښکلاوو، لرغونو شتمنیو او جهادي ویاړونو په اړه ښکلي هنري آثار جوړ کړي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان رئیس مفتي لعل محمد منیب د هنرمندانو د هڅونې په ترڅ کې دوی د ټولنې خلاق شخصیتونه وبلل او ویې ویل: په دې درې ورځني نندارتون کې ۷۰ تنو هنرمندانو ګډون کړی او د هنري آثارو نندارې تر څنګ د خطاطانو او نقاشانو ترمنځ دوه رقابتي سیالۍ هم ترسره کیږي، چې مخکښو هنرمندانو ته به بېلابیلې ډالۍ ورکړل شي. 
دغه راز د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي وویل: هنر او هنرمند په هره ټولنه کې ځانګړی ځای لري.
 ښاغلي سرحدي له ټولو هنرمندانو څخه وغوښتل چې د طبیعي ښکلاوو، اسلامي ارزښتونو او ملي ویاړونو ته په خپلو هنري تابلوګانو کې لومړیتوب ورکړي.
همدارنګه د هنر برخې یو تن استاد غلام حسین اخلاقي د داسې نندارتونونو جوړول اغیزمن وبلل او ویې ویل: خدای تعالی ښکلی دی او ښکلا خوښوي مسؤلين باید د هنرمندانو د ملاتړ په موخه ورته نور نندارتونونونه هم جوړ کړي.

۱۴۴۷/۳/۲۹ هـ ق

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS