د خپرونو چارو معين: د نسخې اخیستنې طرزالعمل بايد جامع، واضح او ټولشمول وي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۷ - ۱۴:۱۰
د خپرونو چارو معين: د نسخې اخیستنې طرزالعمل بايد جامع، واضح او ټولشمول وي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواي شرق وايي: نسخه اخیستنه (کاپي رايټ) جامع، واضح او ټولشمول طرزالعمل ته اړتيا لري چې ټولې ساحې او موارد پکې شامل وي.
د نسخې اخیستنې کمېټې په غونډه کې چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين عبدالمنان شېوای شرق په مشرۍ او د کمېټې د غړیو په ګډون جوړه شوه؛ د نسخې اخیستنې پر پنځو شکايتونو خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د خپرونو چارومعين وويل: نسخه اخیستنه يوه جنجالي مسئله ده او د دغې ستونزې د لرې کولو په خاطر بايد د نسخې اخیستې د حق قانون تطبيق شي.
هغه وويل: د نسخې اخیستنې قانون پوهاوي ورکولو ته اړتيا لري او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري د ناشر، مصنف، مؤلف او نورو هنرمندانو د حقوقو لپاره چې له آثارو څخه يې نسخه اخیستل کېږي، پوهاوي ورکړي.
شېوای شرق د غونډې له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د کاري بهير د ښه والي لپاره خپل انتقادي او اصلاحي نظريې له کمېټې سره شريکې کړي.
هغه زياته کړه چې له کورنيو چارو وزارت سره په تفاهم کې، ټاکل شوې ده د پوليسو يوه څانګه د نسخې اخیستنې د سرغړونې د مخنيوي په خاطر موظفه شي.
د غونډې په پاى کې د مراجعينو د شکايتونو د ثبتولو، د غونډې د پرمخبيولو طرزالعمل د تدوينولو او د بهرنيو سمعي او بصري آثارو د ثبت د طرزالعمل لپاره د تماس ډلې پر جوړولو ټينګار وشو.

کابل/ د مرغومي ۱۷مه/ باختر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

دوشنبه (١٤ د جمادي‌الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د باختر خبري آژانس له لوري د اطلاعاتو آمرینو، د جریدو او د باختر خبري آژانس مدیرانو او خبریالانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د عامه کتابتونونو ریاست او (DHSA) موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د افغانستان لپاره د پراختیایي او بشري خدمتونو موسسې(DHSA) ترمنځ د ټولنیز ګډون پیاوړتیا په نوم د همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۷
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۱۴جمادی الاول ‌۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین په مشرۍ د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS