د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند وړیا ښوونیز مرکز څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۳
...

د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز د پنځمې دورې څخه په انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ژورنالیزم او ویناوالۍ برخو کې له درې میاشتنيو ټولګیو څخه ۶۰ تنه زده کوونکي فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان وویل: یاد ښوونیز مرکز د دریو میاشتو په موده کې د نورستان د بېلابېلو سیمو ځوانانو ته د مسلکي ښوونکو په مرسته د انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ژورنالیزم او ویناوالۍ په برخو کې زده کړې ورکړې دي، چې دغه لړۍ به دوام ولري او په راتلونکي کې به نور ځوانان هم ټولنې ته د خدمت په موخه وروزي.
په یاده غونډه کې ویناوالو فارغو شويو زده کوونکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د علم په ارزښت خبرې وکړې او دوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې له خپلو زده کړو څخه سالمه ګټه واخلي او تر نورو يې هم ورسوي.
د ویناوالو په وینا؛ یوه ټولنه د علم په مټ وده کولای شي، ځوانان باید د خپلو وړتیاوو د پیاوړتیا له لارې د هېواد د خدمت او پرمختګ لپاره هڅې وکړي، دغه ډول ښوونیز پروګرامونه د ځوانانو د روزنې او د سالمې ټولنې په رامنځته کولو کې مهم رول لري.

۱۴۴۷/۳/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS