تخار کې د امارتي ادارو ویاندویانو او خبریالانو ته یو ورځنی سمينار جوړ شو

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۳۹
...

د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوناما دفتر او د خبريالانو خوندیتوب کمېټې په همکارۍ د امارتي ادارو وياندویانو او خبريالانو ته یو ورځنی سيمينار او د خپل منځي خبرو اترو جوړ کړ.
په دې يو ورځني سيمينار او د خبرو اترو پروګرام کې شاوخوا ۲۰ تنه خبريالانو او د امارتي ادارو وياندویانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح الله انصاري وویل: اسلامي امارت د بيان ازادۍ ته د شريعت او اسلامي قانون په چوکاټ کې ژمن دی او ملاتړ يې کوي، په تېرو شلو کلونو کې د پوځي جګړې تر څنګ فرهنګي او رسنیز فعالیتونه د اسلامي امارت له مهمو پروګرامونو څخه ګڼل کېدل.
نوموړي زياته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په تېرو څلورو کلونو کې له محلي رسنیو ملاتړ کړی او هغوی ته یې د اطلاعاتو د لاسرسي زمينه برابره کړې ده.
همدا راز په دې پروګرام کې د یوناما دفتر د عامه پوهاوي مسؤل شمس‌الدین حامدي، د یوناما د کندز دفتر مسؤل ښاغلی ساموئل او د خبريالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل عبدالسمیع خاوري د ویاندویانو او خبريالانو د رول او مسؤولیتونو په اړه خبرې وکړې او خبريالان يې د حکومت او ولس سترګې او ژبه وبلل.

۱۴۴۷/۳/۲۵ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د پنجشېر اوسېدونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان سلګونه نسخې وویشل شوې

د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، له لوري د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو او د اسلامي شریعت خلاف او د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه، د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د اتمې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې کارته نو (ځاځي بازار او سپوږمۍ بازار) سیمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

BACK TO NEWS