د مرکزي ادارو له ویاندیانو او مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۵:۱۶
..

چهارشنبه نېټه (۱۴۴۷ربیع الاول ۲۴مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست له لوري د مرکزي ادارو ویاندیانو او مطبوعاتي مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور محترم وزیر شېخ شیر احمد حقاني، د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال، د ا.ا.ا د ویاند مرستیال مولوي حمدالله فطرت، د باختر اطلاعاتي اژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل، اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست رئیس مولوي رحمت الله نړیوال، مطبوعاتي مسؤلینو او د مرکزي ادارو ویاندویانو ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست رئیس مولوي رحمت الله نړیوال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست له مطبوعاتي مسؤلینو، مرکزي او ولایتي ادارو ویاندویانو سره د لا زیاتې همغږۍ او د چارو له غوره والي په موخه دوامدارې ناستې ترسره کوي، ښاغلي نړیوال له مطبوعاتي مسؤلینو او ویاندویانو څخه وغوښتل چې د خپلې ادارې اړوند فعالیتونه د لا ښه خپراوي په موخه اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست سره شریک کړي.
همدارنګه په دغه ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت محترم وزیر شېخ شیر احمد حقاني د ویاندويۍ په اهمیت او ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې زموږ او ستاسو مسؤلیت د نظام فعالیتونه، لاسته راوړنې او پرمختګ خپرول دي، ویاند د خپلې ادارې د فعالیتونو د خپرولو مسؤل دی، ویاند باید په خبر رسونه کې دقت، تحلیل، حقیقت، احتیاط او یوالی په نظر کې ونیسي. محترم شېخ شیر احمد حقاني له مطبوعاتي مسؤلینو او د مرکزي ادارو ویاندویانو څخه وغوښتل ترڅو هغه مواد نشر کړي چې د اسلامي ارزښتونو او د نظام د نشراتي پالیسیو سره سمون ولري.
په ورته وخت کې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي وویل: د راپورونو خپرول په عامه افکارو مثبتې او منفي اغېزې لري او ویاندویان باید هغه راپور نشر نه کړي، چې منفي اغېزې ولري، همدارنګه ښاغلي فراهي د مرکزي او ولایتي ویاندویانو په لازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
د غونډې په لړ کې د باختر اطلاعاتي آژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل د ویاند او مطبوعاتي مسؤلینو مسؤلیت دروند یاد کړ او زیاته یې کړه، دوښمن پراخه امکانات لري، اخلاقي برخې ته پاملرنه نه کوي او ناسم راپورونه نشروي  نو ځکه خلک پرې بې باوره دي، ویاندویان باید د خلکو د باور ساتنه وکړي او له رسنیو سره اړخیزه همکاري او همغږي ولري.
د ا.ا.ا مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت د دغه ډول ناستو جوړول مهم یاد کړل او ویاندویانو او مطبوعاتي مسؤلینو ته یې یو شمېر مهمې او لازمې سپارښتنې وکړې.
د ناستې په پای کې ویاندویانو او مطبوعاتي مسؤلینو خپل نظرونه، وړاندیزونه، پوښتنې او ستونزې شریکې کړې، چې د ښاغلي مهاجر فراهي له لوري ورته قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۲
Background image

کندهار کې د انار‌ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په حضور کې ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د امارتي ادارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

BACK TO NEWS