محمد طاهر زهير: ازبکي او ترکمني ژبې پياوړې کېږي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۱۳:۵۸
محمد طاهر زهير: ازبکي او ترکمني ژبې پياوړې کېږي

د هېواد په اساسي قانون کې د ازبکي او ترکمني ژبو د رسمي کېدو د اوولسمې کاليزې په وياړ نن په کابل کې د درنښت غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې ويناوالو، ازبکي او ترکمني ژبې د هېواد له تاريخي ژبو څخه وبللې او د دغو ژبو پر پياوړتيا يې ټينګار وکړ.
د ملي مصالحې عالي شورا لومړي مرستيال عنايت الله بابر فرهمند څرګنده کړه چې ۱۷ کاله وړاندې په همدې ورځ ازبکي او ترکمني ژبې د هېواد په اساسي قانون کې د درېیمې رسمي ژبې په توګه درج شوې، خو تراوسه د دغو ژبو تقویت او پياوړي کولو ته جدي پاملرنه نه ده شوې.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د دغو ژبو ویونکي حق لري چې په مورنۍ ژبه زده کړه وکړي.
بابر فرهمند له حکومت څخه وغوښتل چې ازبکي ژبه د هېواد په تعليمي بنسټونو کې د يو مضمون په توګه تدريس شي.
په دې غونډه کې دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير وويل چې د افغانستان ښکلا په ژبنې او فرهنګي تنوع کې ده او ازبکي او ترکمني ژبې د افغانستان په تاريخ کې ستر عظمت لري.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د بومي ژبو تقویت او پياوړتيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لومړيتوبونو څخه ده او ژمنه يې وکړه، دغه وزارت هغه آثار چې په یادو ژبو توليدېږي؛ چاپوي.
محمد طاهر زهير زياته کړه: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یادو ژبو د پياوړتيا لپاره همکارۍ ته چمتو دى او په همدې موخه د هېواد په تقويم کې د تلې ٢٩ مه د (ازبکي ژبې) ورځ نومول شوې ده.
مولوي عطاالرحمن سليم په همدې مناسبت د ملي مصالحې عالي شورا د رييس ډاکټرعبدالله عبدالله پيغام ولوست.
په پيغام کې راغلي دي: د ازبکي ژبې فرهنګی شتمنۍ د هېواد له فرهنګي وياړونوڅخه شمېرل کېږي او دغه ژبه روښانه تاريخ لري.
په پيغام کې دغه راز د ازبکي او ترکمني ژبو پر تقویت او پياوړتيا ټينګار شوى دى.
د لوړو زده کړو وزير ډاکټرعباس بصير څرګنده کړه: تر هغه وخته چې ازبکي او ترکمني ژبې په علمي او روزنیزو ژبو بدلې نه شي؛ دغه ژبې به وده و نه کړي.
هغه زياته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت هلې ځلې کوي چې دغه ژبې په تحصيلي بنسټونو کې شاملې کړي چې پياوړې شي.
په دې غونډه کې د کابيني او د ملي شورا يوشمېر غړیو، فرهنګي شخصيتونو، ليکوالو او ځوانانو ګډون کړى و.
کابل/ د مرغومي۱۵مه/ باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS