د جوزجان ولایت له ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۳:۵۹
......

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د (ښوونیز مرکز) له اتمې او د اکتید موسسې اړوند (د ځوانانو تجارتي مهارتونو او استعدادونو پراختیا مرکز) درېیمې دورې څخه ۹۸۲ تنه زده کوونکو د مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
له دې ډلې ۲۰۰ تنه د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز او ۷۸۲ تنه د اکتید موسسې اړوند (د ځوانانو تجارتي مهارتونو او استعدادونو پراختیا مرکز) له آنلاین  تجارت او کمپیوټر پروګرامونو زده کړو څخه فارغ شول.
د جوزجان ولایت د ځایي حکومتي ادارو مسؤلینو فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ تر څنګ د علم حاصلولو په ارزښت او په ټولنه کې د ځوانانو مسؤلیتونو ته په اشارې ټینګار وکړ، چې دوی باید له دغه فرصت څخه د علمي او مسلکي ظرفیتونو په لوړولو کې ګټه پورته کړي، ترڅو په راتلونکي کې خلکو او هېواد ته د خدمت جوګه شي.
د مسؤلینو د معلوماتو پر اساس په تېرو درېیو کلونو کې دوه زره تنه زده کوونکي د اکتید موسسې اړوند (د ځوانانو تجارتي مهارتونو او استعدادونو پراختیا مرکز) له آنلاین تجارت او کمپیوټر پروګرامونو زده کړو څخه فارغ شوي دي.

۱۴۴۷/۳/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د نیمروز والي د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره وکتل

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبيب‌الله په شتون کې په خپل کاري دفتر کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل.
د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د خپرونو چارو معین د کونړ له خبریالانو سره ځانګړې ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي او ورسره مل پلاوي کونړ ته د سفر پرمهال له خبریالانو سره په ځانګړې ناسته کې د هغوی ستونزې، کاري ننګونې او وړاندیزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۹
Background image

پکتیا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د ښه تطبیق په موخه غونډه ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د غونډو په تالار کې د اطلاعاتو او فرهنګ او هنرستان ریاستونو په ګډې همکارۍ د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې د خوښیو، خفګان او همدا راز حج او عمرې څخه د. . .

BACK TO NEWS