روزګان کې د دولتي او خصوصي رسنیو له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۰:۷
...

د روزګان ولایت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د دغه ولایت د دولتي او خصوصي رسنیو له مسئولینو سره په مهمو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د رسنیو په وړاندې د شته ستونزو، د حکومتي ادارو او رسنیو ترمنځ په همکاریو او د خبریالانو پر مسلکي روزنې بحث وشو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله ریحان وویل: رسنۍ د ټولنې د حقایقو د انتقال لپاره یوه حیاتي او ارزښت لرونکې وسیله ده او موږ یې ملاتړ ته د نظام د پالیسۍ تر چتر لاندې ژمن یو، اسلامي امارت تل هڅه کوي، چې د رسنیو لپاره د کار لا ښه زمینه برابره کړي، همدارنګه یې زیاته کړه؛ هڅه کوو، چې د خبریالانو ستونزې حل او مسلکي روزنه ورکړو، د هغوی اقتصادي حالت او د بیان ازادي په اسلامي چوکاټ کې خوندي کړو.
ښاغلي ریحان د رسنیو له مسئولینو څخه وغوښتل، چې خپلې خپرونې د ژورنالیزم د معیارونو، د اسلامي اصولو او شرعي چوکاټ مطابق جوړې کړي.
په ناسته کې د رسنیو مسئولینو د خپلو ستونزو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، د اسلامي امارت د مسئولینو د ملاتړ او همغږۍ څخه یې خوښي وښوده او د لا زیاتو همکاریو غوښتونکي شول.

۱۴۴۷/۳/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۰
Background image

پکتیا کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپلې نشراتي چارې پیل کړې

د پکتیا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین وایي چې په مرکز ګردیز کې د (پکتیا جرګه) په نوم یوې نوې خصوصي راډیو د ۸۹.۱ ایف ایم څپو کې خپلې نشراتي چارې پیل کړې.
د مسؤلینو په وینا د اطلاعاتو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۲
Background image

کندهار کې د انار‌ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د کندهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني په حضور کې ترسره شوه.
په دې مشاعره کې د امارتي ادارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

سرپل کې د کتاب او مطالعې اړوند روزنیز سیمینار وړاندې شو

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د اکتید دفتر په همکارۍ د عامه کتابتونونو په تالار کې ۳۰۰ تنو ځوانانو ته د کتاب او مطالعې اړوند علمي او فرهنګي سیمینار وړاندې شو، چې له دغه. . .

BACK TO NEWS