پنجشېر کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ته ۱۷ مه ګڼه فرمان تشریح شو
د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي: د دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلینو سره د جلا جلا لېدنو په لړ کې د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله ۱۷ مه ګڼه (ناوړه دودونو مخنیوي) فرمان تشریح شو.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک زاده وویل: یادې لېدنې د پنجشېر ملي راډیو او تلویزیون، کچکن خصوصي راډیو، جریدو او نورو رسنیو مسؤلینو او کارمندانو سره د ۱۷ مې ګڼې فرمان په اړه د لا زیات پوهاوي ورکولو په موخه وشوې.
د ښاغلي ملک زاده په وینا؛ په دې لېدنو کې د اسلامي ارزښتونو په ساتنې، فرهنګي ناوړه دودونو مخنیوي او ولسونو ته د سالم پوهاوي ورکولو په برخه کې د رسنیو په رول ټینګار وشو.
د دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلینو د دغو لېدنو څخه هر کلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د ۱۷ مې ګڼې فرمان د عامه پوهاوي په برخه کې به ولسونو ته لا غوره خپرنیز پرګرامونه جوړ او خپاره کړي.
۱۴۴۷/۳/۴ هـ ق
