د هلمند کلتوري مرکز کې ځوانانو ته يو ورځنی سیمینار وړاندې شو
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کلتوري مرکز کې د اطلاعاتو او کلتور رياست ځوانانو چارو آمریت له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ناسمو دودونو مخنیوي فرمان د تشريح تر عنوان لاندې هلمندي ځوانانو ته يو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د ځوانانو چارو آمر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په ټولنه کې د ځوانانو پر رول او ارزښت خبرې وکړې او ویې ويل: ځوانان باید د ديني امورو پر ځای کولو تر څنګ د ټولنې پرمختګ ته هم فکر ولري، همدارنګه په پرمختګ او نوښت کې د نړۍ سره سيالۍ وکړي، ځکه ځوانان د دې ټولنې برخليک ټاکي او همدا ځوانان دي چې راتلونکي ته مثبت بدلون ورکولای شي.
دغه راز د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر ګډونوالو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ناسمو دودونو مخنیوی فرمان تشريح کړ او ویې ویل: ځوانان د ټولنې په اصلاح کي بشپړ رول لري، نو پر همدې اساس ځوانان اړ دي چې د ټولنې هر اړخيزې اصلاح ته پوره پاملرنه وکړي او د دغه فرمان د مفهوم په رسولو کې خپل مسؤليت اداء کړي.
د هلمندي ځوانانو په استازوالۍ مولوي اسدالله سعادت د یاد سیمينار جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ويل: د ځوانانو چارو آمريت تل د هلمندي ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړي دي، چې له ډلې څخه يې وړيا ښوونیز مرکز یادونه کولای شو.
۱۴۴۷/۳/۴ هـ ق
