د اطلاعاتو او کلتور ریاست وړیا ښوونیز مرکز کې اوومه دوره زده کړې پیل شوې

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۵۹
...

د دایکنډي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند وړیا ښوونیز مرکز کې بي وزله زده کوونکو ته د انګلسي ژبې او کمپیوتر پروګرامونو په برخه کې اوومه دوره زده کړې پیل شوې.
د دایکنډي د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري آغا ولي قریشي ځوان نسل ته د انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو زده کړې مهمې وبللې او ویې ویل: یوه ټولنه هغه مهال پرمختګ کوي، چې ځوان نسل یې دیني او عصري زده کړو ترلاسه کولو ته لومړتیوب ورکړي.
ښاغلي قریشي زیاته کړ‎ه؛ د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره هېواد کې ډاډمن امنیت قایم شوی، ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې او ځوانان د له دې زمینې څخه په ګټه اخیستلو د عصري او دیني علومو ترلاسه کولو سره د هېواد د پرمختګ په برخه کې خپل ایماني او ملي مسؤلیت ادا کړي.
همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر د دغه وړیا ښوونیز مرکز په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د ځوانانو چارو آمریت ښوونیز مرکز شپږ دورې ځوانان د انګلیسي ژبې، کمپیوتر پروګرامونو، ویناوالۍ او پښتو ژبې زده کړو څخه فارغ کړي؛ دا ځل شاوخوا ۲۵۰تنه ځوانان په دې (اوومه) دوره کې د انګلیسي ژبې او کمپیوتر پروګرامو زده کړو په برخه کې جذب شوي دي او عملا یې درسونه پیل شوي دي.
۱۴۴۷/۳/۱ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS