پکتیکا کې د سيکولريزم نه جبرانېدونکو زيانونو او اغېزې په نوم علمي سمینار جوړ شو
د پکتيکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې په همغږۍ یو شمېر زده کړیالانو، زده کوونکو او عامو ځوانانو ته د سيکولريزم نه جبرانېدونکو زيانونو او اغېزې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار جوړ کړ.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر وویل: له دغه سیمینار څخه موخه د ځوانانو فکري روزنه او د سيکولريزم ناوړه پديدې په اړه پوهاوی ورکول دي، نوموړي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، څو په راتلونکي کې هم دې ته ورته نور پروګرامونه ترسره کړي.
دغه راز د کلمات ادارې جنوب ختيځ زون مسؤل وويل: د کلمات علمي او تحقيقاتي اداره په خپلواکه توګه فعاليت کوي او دوی به په ټول توان سره د ټولنې د ځوان نسل د اصلاح لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
ورته وخت کې د سیمینار وړاندې کوونکو له ځوانانو څخه وغوښتل، چې مطالعه وکړئ او له ټولو لادينه نظريو او افکارو ځان خبر کړئ، د سیمینار وړاندې کوونکو د سیکولریزم د زیانونو په اړه پراخ علمي او مستند معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: سیکولرېزم د امت د تجزیې سبب ګرځي، شرعي قوانین په وضعي قوانینو بدلوي، بې قید او شرطه آزادۍ رامنځته کوي، دیني خوځښتونه بد معرفي کوي، څو په اسلام باور کم او سیکولریزم ته لار هواره شي.
۱۴۴۷/۲/۳۰ هـ ق
