د هنرستان رياست پلاوي د لغمان له نګارستان څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان رياست پلاوي د لغمان نګارستان بېلابېلو برخو څخه له نږدي لیدنه وکړه او هنري آثار يې پکې ځای پرځای کړل.
د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي راغلي پلاوي ته د دې ولایت د نګارستان حالت په اړه هراړخیز معلومات ورکړل.
پلاوي د ښاغلي رسولي په ملتیا د نګارستان له بېلابیلو برخو څخه د لیدنې وروسته د هنري آثارو د نندارې ځایونه اصلاح او یو شمېر نوي هنري آثار یې پکې ځای پر ځای کړل، چې دغه آثار د افغاني کلتور، هنر، تاریخ او ملي ارزښتونو ښکلی انځور وړاندې کوي.
د یادونې ده، چې د نګارستان ترمیم د فرهنګي ارزښتونو د خوندي کولو، د هنرمندانو د هڅونې او د ټولنې د هنري ذوق د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
۱۴۴۷/۲/۱۲ هـ ق
