دولت شاه ولسوالۍ کې د دوحې تړون په نوم د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۲۸
ووو

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په همغږۍ څه موده وړاندې د دولت شاه ولسوالۍ اړوندو ۴۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د دوحې تړون په نوم علمي سیالي ترسره شوې وه، چې د یوې غونډې په ترڅ کې یې پایلې اعلان شوې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د سیالۍ مخکښو ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د ځوانانو فکري روزنه زموږ ټولو مسولیت دی، باید ټول په ګډه په دغه برخه کې کار وکړو، چې راتلونکي نسلونه مو په تمامه معنا فکري آزادی ولري.
نوموړي زیاته کړه؛ د دوحې تړون یو تاریخي تړون و، چې ا.ا.ا مشرانو په ښه توګه او بریالیتوب سره ترسره کړ، نو پکار ده چې زموږ ځوانان د دغه تاریخي تړون په اړه معلومات ولري. 
په غونډه کې یو شمېر ویناوالو هم د دوحې تړون په اړه خبرې وکړې او د ځوانانو فکري روزنې لپاره یې داسې برنامې برابرول اغیزمنې او مهمې وبللې.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سیالۍ لومړي مقام ګټونکي نجیب الله ته یو پایه کمپیوتر، دویم مقام ګټونکي قاري محي الدین ته یو لاسي ساعت، درېیم مقام ګټونکي امید الله ته نغدي او پاتې ګڼ شمېر مخکښو ګډونوالو ته بېلابېل جوایز ورکړل شول.

۱۴۴۷/۲/۱۱ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د هرات د جامع جومات د علمي او څېړنیزې ارزونې په موخه د همغږۍ او مشورې غونډه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولینو، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د رئیسانو، د دارالعلومونو د مسوولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د فرهنګ او هنر معین د اذربایجان له سفیر سره وکتل

چهارشنبه( ٢ د جمادی الاولی ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کابل کې د اذربایجان جمهوریت له سفیر ډاکټر الهام محمدوف سره وکتل او د فرهنګي او هنري. . .

BACK TO NEWS