جوزجان کې د کتابونو  یو ورځنی نندارتون جوړ شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۵:۵۳
...

د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطالعې کلتور د دودولو، د ځوانانو ظرفیت د لوړونې او د علمي او کلتوري فعالیتونو د ملاتړ په موخه په شبرغان ښار کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ کړ.
په دغه نندارتون کې چې د جوزجان د فرهنګي مسؤولینو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې جوړ شوی و، د بېلابېلو برخو لسګونه ټوکه کتابونه نندارې ته ایښودل شوي وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف ‌الدین معتصم وویل: کتاب د هدایت څراغ دی، هغه ټولنه چې له مطالعې سره اړیکه ولري، د پرمختګ او کمال پر لور روانه وي.
 نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې مطالعه دې د خپلې ورځنۍ برنامې برخه وګرځوي.
د عامې کتابتون عمومي مدیر د نوي نسل د فکري ودې په برخه کې د کتاب پر رول ټینګار وکړ او له مرستندويه ادارو یې وغوښتل، چې د ځوانانو لپاره د علمي منابعو د لاسرسي په برخه کې لا ډېر فرصتونه برابر کړي. 
یو شمېر ځوانانو د نندارتون په ترڅ کې د مطالعې پر ارزښت خپل نظریات څرګند کړل او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول فرهنګي پروګرامونه دې په دوامداره ډول د ولايت په کچه جوړ شي.

۱۴۴۷/۲/۹ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۲
Background image

لغمان کې د خپرونو چارو معين د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي او پر ټوليزو رسنيو د څار رئيس مولوي صفي الله رائد لغمان ولايت ته د سفر پر مهال د دغه ولايت د رسنیو له مسؤلینو او خبريالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲۱
Background image

لغمان کې د ژورناليستانو او خبريالانو د فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې يو ورځنی سیمینار ترسره شو

دغه سیمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د عامه کتابتون د غونډو په تالار کې جوړ شوی و، چې د خپرونو چارو معين. . .

BACK TO NEWS