د کورنيو چارو وزارت پلاوي د نورستان اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۳:۳۲
...

د کورنيو چارو وزارت د صفر ۱۲ قطعې قومندان مولوي محب الله معاذ په مشرۍ يو پلاوي نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس مولوي سميع الحق حق بیان سره وکتل.

مولوي محب الله معاذ وویل: د سفر موخه یې د نورستان ولایت د لرغونو او تاریخي سیمو ساتنه ده، د تاریخي او لرغونو سیمو ساتنه ملي وجیبه ده، هڅه به وکړي، چې یادې سیمې له نژدې وګوري او د ساتنې لپاره ورته ځانګړې قطعه وګوماري.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان یاد پلاوي ته د نورستان د لرغونو او تاریخي سیمو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه؛ نورستان د افغانستان له هغو ځانګړو ولایتونو څخه دی، چې لرغونې تاریخي سیمې لري، د دغو سیمو ساتنه نه یوازې دې ولایت لپاره مهمه ده، بلکې د ټول هېواد د فرهنګي او تاریخي هویت د خوندي کولو په معنا ده.

۱۴۴۷/۲/۶ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS