د اروپايي اتحاديې شارژدافيرې او د يونسکو سازمان استازو له ملي موزيم او هنرستان رياست څخه لیدنه وکړه
پنجشنبه ( ۲۸ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بهرنيو اړيکو د رئيس ښاغلي شفیق الله احمدزي په ملتیا په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې شارژدافيرې مېرمن ویرونیکا بسکوویک او د يونسکو سازمان استازو له ملي موزيم او هنرستان رياست څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د ملي موزيم له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه، د ملي موزيم رئيس مولوي صبغت الله عابد پلاوي ته د ملي موزيم په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل او ويې ويل: موزيمونه د ملتونو ګډه سرمايه ده، هڅه کوو، چې د ملي موزيم له آثارو څخه په ښه شکل ساتنه وکړو، د موزيم ټول آثار د يوه منظم میکانېزم په اساس ډيټابیس شوي، د افغانستان د تاريخي آثارو د قاچاق مخنيوی په جدي ډول کېږي، تر دې دمه د سلګونه تاريخي آثارو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
ښاغلي عابد زياته کړه؛ د ملي موزيم اداره مسلکي ده او د کارمندانو د لا مسلکي کولو په موخه ورته بېلابېلې ښوونيزې برنامې جوړېږي، نړيوال بنسټونه، ادارې او مؤسسات دې له ملي موزيم سره همکاري وکړي ، د نظامونو په بدلون سره موزيمونه او آثارو ته زيان اوړي، خو الحمدالله د اسلامي امارت تر فتحې وروسته ملي موزيم او په ټول هېواد کې دې برخې ته هېڅ ډول زيان نه دی اوښتی، ټول آثار په خوندي توګه ساتل شوي او ډيری آثار نوي کشف او دلته ساتل شوي دي.
د اروپايي اتحاديې شارژدافیرې مېرمن ويرونیکا وویل: فرهنګي ميراثونه د ملتونو د يووالي نښه او د بېلابېلو اقوامو د اتصال نقطه ده، د تاريخي آثارو د ساتنې او قاچاق څخه د مخنيوي په برخو کې د اسلامي امارت هڅې د ستاينې وړ دي.
همدا راز له هنرستان رياست څخه د ليدنې پرمهال یاد پلاوي د غلام محمد ميمنه ګي هنري روزنيز مرکز له بېلابېلو هنري برخو څخه هم ليدنه وکړه، د هنرستان رياست رئيس مولوي محمد لعل منيب پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په یاد رياست کې د فعاليتونو او هنري کارونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: د هنرستان رياست د هېواد په کچه هنري کارونه تنظیموي، د هنرمندانو پالنه او چوپړ کوي، دا مهال د هنرستان رياست د غلام محمد ميمنه ګي هنري روزنيز مرکز کې سلګونه تنه زده کوونکو د هنري کارونو په زده کړې بوخت دي، چې د تجربه لرونکو هنرمندانو لخوا ورته په بېلابېلو هنري برخو کې زده کړې ورکول کېږي، چې تر يو نيم کلن زده کړييز پروګرام وروسته فارغېږي.
د لیدنې په پای کې د هنرستان رئيس د اروپايي اتحاديې شارژدافيرې ته يوه هنري تابلو د ډالۍ په توګه ورکړه.
۱۴۰۴/۵/۲ هـ ل
