جلال اباد ښار کې د ملي او حماسي شاعر مطيع الله تراب د جنازې لمونځ د لوړپوړو مسؤلینو او زرګونو هېوادوالو په ګډون اداء شو
د جلال اباد ښار شهيد معلم اول ګل لوبغالي کې د هېواد ملي، حماسي او نوموتي شاعر ارواښاد مطیع الله تراب د جنازې لمونځ د لوړپوړو مسؤلینو، شاعرانو، فرهنګيانو او د ننګرهار په ګډون د هېواد بېلابېلو ولايتونو څخه راغليو زرګونه هېوادوالو په ګډون اداء شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په استازيتوب د ترنم او ترانو رئيس مولوي امان الله مستغفر د ارواښاد مطيع الله تراب مړينه لويه ضايعه وبلله، د مرحوم کورنۍ او ټول ولس ته يې د تسليت مراتب وړاندې کړل.
په پای کې د علماوو شورا مرستيال مولوي لعل محمد صديقي او ګډونوالو له لوري د مرحوم روح ته د مغفرت او د کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر دعاء وشوه.
مطیع الله تراب په ۱۳۵۰ هـ ش کال د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې زېږېدلی و، هغه د ژوند ډېره برخه په خوست ولايت کې له خپلې کورنۍ سره تېر کړی وو، چې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۲۳ مه نېټه خوست ولایت کې د زړه درېدو له امله د ۵۴ کالو په عمر وفات شو او د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ په کوز بهار سيمه کې خاورو ته وسپارل شو.
۱۴۴۷/۱/۲۰ ھـ ق
