د لوحو او تبليغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبليغاتي اعلاناتو د اصلاح کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د کمېسیون منشي د تېرې اوونۍ د ساحوي پروګرام راپور وړاندې کړ، چې ښاغلي مهاجر فراهي د کمېسیون فعالیتونه او لاسته راوړنې مثبتې وارزولې.
په دې غونډه کې د ۲۰۰ بهرنیو اصطلاحاتو او کلمو د تکثیر په اړه وروستۍ پرېکړه وشوه او همدارنګه د کمېسیون غړو د ولایتي سفرونو په اړه خپلې وړاندیزونه شریک کړل.
د يادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د ساحوي کمېټې د راتلونکي عملي کار لپاره ساحه هم وټاکل شوه.
۱۴۴۷/۱/۲۰ ھـ ق
