د سیاحتي، زیارتي او عمرې شرکتونو د اتحادیې له مسؤلینو او د اړوندو امارتي ادارو له استازو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۲۰:۵۱
....

سه شنبه( ۱۹ د محرم‌الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال په مشرۍ د زيارت کوونکو د ستونزو د حل او ورته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه د سیاحتي، زیارتي او عمرې شرکتونو مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته د ګرځندوی معینیت په تالار کې ترسره شوه.

د ناستې موخه د ویزې اخیستلو او د سفر په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول، د زیارت کوونکو امنیت تأمینول، د سیاحتي جوازونو ترلاسه کول او تمدید او دې سکتور ته د یو واحد طرزالعمل چمتو کول و.

مولوي قدرت‌الله جمال د افغان زيارت کوونکو د سفرونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمن دی، چې دوی لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

وروسته د سیاحتي، زیارتي او عمرې شرکتونو استازو د سیاحتي چارو په برخه کې د اسانتیاوو د برابرولو له امله د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه مننه وکړه او خپل وړاندیزونه، نظریات او غوښتنې یې شریکې کړې، چې د معین صاحب له لوري ورته د هر اړخیزې همکارۍ او د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.

د يادونې وړ ده، چې تر غرمې وروسته د کورنیو چارو، عدلیې، مالیې وزارتونو او امنیتي ادارو له استازو سره هم د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د سیاحتي، زیارتي او عمرې شرکتونو د اتحادیې ستونزې له وزارتونو او امنيتي ادارو سره شریکې شوې، چې د یادو وزارتونو او ادارو استازو د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

۱۴۰۴/۴/۲۴ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS