د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې
دغه ناستې چې په جلا جلا توګه لوګر او سرپل ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري ترسره شوي دي، د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د بېلابېلو امارتي ادارو ویاندویانو پکې ګډون کړی وو.
له دې ناستو څخه موخه د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ستونزو ته د رسیدنې، اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو او د رسنیو او امارتي ادارو تر منځ لا ښه همغږي رامنځته کول وو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو وویل: رسنۍ د ټولنې ژبې او د حقایقو منعکس کوونکې دي، د امارتي ادارو ویاندویان مسؤلیت لري، چې د خپلو ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه په منظمه توګه او پر وخت رسنیو سره معلومات شریک کړي.
په ورته وخت کې د امارتي ادارو ویاندویانو ډاډ ورکړ، چې د رسنیو د ملاتړ او د ستونزو د حل په برخو کې به له هیڅ ډول همکاریو ډډه ونه کړي.
د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د رسنیزو فعالیتونو د لاښه والې او ملاتړ برخو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو او ولایتي ادارو له ملاتړ او همکاریو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د اطلاع رسونې او رسنییزو کړنو د لا پرمختګ په موخه به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
۱۴۴۷/۱/۱۹ هـ ق
