جوزجان کې د (خاتم‌الانبیا سیرت) د کتاب سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۱۶
...

د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د البرز علمي او فرهنګي ادارې په همکارۍ د ۱۲۰۰ تنو ځوانانو تر منځ د (خاتم‌الانبیا سیرت) تر عنوان لاندې کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، چې پايلې يې اعلان او د سیالۍ مخکښ ګډونوالو ته د بېلابېلو ډالیو په ورکړې سره وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سیف‌الدین معتصم د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم سیرت مطالعه او پیژندنه د نوي نسل بنسټیزه اړتیا وبلله او تاکید یې وکړ؛ په داسې شرایطو کې چې د ځوان نسل افکار په تیزۍ سره د مجازي فضا تر حملو لاندې دي، کتاب په ځانګړې توګه دیني او د سیرت اړوند کتابونه ته بیا ګرځېدنه د ټولنې د افکارو د سلامتۍ ضامن ګرځېدلای شي.

همداراز د جوزجان ولایت د امربالمعروف و نهی‌عن‌المنکر رئیس مولوي محمد یاسین وقاص د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سیرت د پوهېدو ارزښت په بیانولو سره وویل: د نبوي سیرت مطالعې کول د اخلاقو پیاوړتیا او د ځوانانو د ژوند تګلارې ټاکلو لامل ګرځي او زیاته یې کړه، چې د نبوي سیرت مطالعه د عصر په تیارو کې یو رڼا ده.
ګډونوالو ځوانانو د دې سیالۍ له جوړوونکو څخه مننه وکړه او دا یې د پوهې او معنویت پر لور د نوې هڅو پیل وباله.
د یادونې وړ ده، چې مخکښو ګډونوالو ته لپ ټاپ کمپيوټر، ځیرک موبایل، بایسکیل، او ځینې نورې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

۱۷/۱/۱۴۴۷ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر صاحب د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې سره ولیدل

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني د یوناما دفتر د بشري حقونو مسوولې آغلې فیانو فریزر او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لورو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د فوتوکاپي مرکزونو له مسؤلینو، کتاب پلورونکو، لیکوالانو او خپرندویانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د آیسسکو ناسته کې ګډون وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي آرشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف او د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رئیس محمد شفیق احمدزي د اسلامي نړۍ د تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان. . .

BACK TO NEWS