تخار کې له لیکوالانو او شاعرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت له لیکوالانو او شاعرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله انصاري د اسلامي ارزښتونو په ترویج کې د قلم خاوندانو پر رول تاکید وکړ او ویې ویل: چې شاعران کولای شي له شعر څخه په استفادې د مجاهدینو د شهامتونو او مبارزې یادونه وکړي او دوی د اسلامي حاکمیت پیاوړتیا ته وهڅوي.
ښاغلي انصاري زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي شخصیتونو ګډ کور دی، شاعران او لیکوالان باید په ټولنه کې د اسلامي فرهنګ په عامولو کې فعاله ونډه واخلي.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر هم فرهنګي شخصیتونه، شاعران او لیکوالان د ټولنې بنسټیزې ستنې وبللې او د فرهنګي او ادبي فعالیتونو پر ملاتړ یې ټینګار وکړ.
په ناسته کې حاضرو شاعرانو او لیکوالانو د دې ناستې جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مرستو څخه یې مننه وکړه، دوی تاکید وکړ، چې د جهادي او وطن پالنې اشعارو په ترنم کولو سره به د مبارزې په ډګر کې د ظلم او باطل پر وړاندې فعاله ونډه اخلي.
۱۴۴۷/۱/۱۸ ه ق
