د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم د ټیکا دفتر په مرسته بیا ورغول شو
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست موزیم د ترکیې هېواد پراختيايي مرستو (ټیکا) دفتر په مرسته بیا ورغول او په عصري او معیاري ویترینونو سره مجهز شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج آخندزاده مطیع الله متقي وویل: د هر هېواد تاریخي آثار ځانګړی ارزښت لري او د دغو آثارو ساتنه د یو ملت د فرهنګي هویت د ساتنې په معنا ده.
هغه همدارنګه زیاته کړه: چې د ټیکا دفتر په مرسته د اطلاعاتو او کلتور ریاست د موزیم بېلابېلې برخې په بنسټیز ډول بیا ورغول شوې او د تاریخي آثارو د ساتنې او نندارې ته د وړاندې کولو په موخه پر نړیوال استنډرډونو برابر معیاري ویترینونه پکې نصب شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي متقي د ټیکا دفتر څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه اقدام د فرهنګي میراثونو په ساتنې او د موزیم د کتوونکو د جذب په برخه کې ګټور ګام ثابت شي.
۱۴۴۷/۱/۱۸ هـ ق
