روزګان کې له یو شمېر لیکوالانو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۰:۳
..

د روزګان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت له یو شمېر لیکوالانو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د فرهنګي همکارۍ، فکري مبارزې، د اسلامي ارزښتونو د ترویج او د سالمو تبلیغاتو کولو پر لارو چارو بحث وشو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله ریحان وویل: لیکوالان او ځوانان د ولسونو د افکارو جوړونکې ستنې دي، چې د نظام د پیاوړتیا لپاره د دغو قشرونو رول خورا مهم دی.
د ښاغلي ریحان په وینا؛ موږ باید د خپل ولسونو افکارو ته د اصلاح او پرمختګ مسیر برابر کړو او د فکري انحرافاتو او ناسم تبلیغاتو مخه ونیسو.
په ورته وخت کې د غونډې ګډونوالو د اسلامي نظام ملاتړ دیني او ملي مسؤلیت وبلله او ویې ویل: لیکوالانو او ځوانان باید د خپلو قلمونو، نظرونو او نوښتګرو فعالیتونو له لارې د ولسونو افکار مثبت لوري ته وهڅوي او د هر ډول منفي او بې بنسټه تبلیغاتو او افواهاتو د مخنیوي پر وړاندې مبارزه وکړي.
همدرانګه ګډونوالو زیاته کړه، چې لیکوالان باید د دښمن پروپاګند ته په نرم، مؤثر او استدلالي ډول ځواب ووايي او یو لیکوال ځوان باید نیک اخلاق، مخلص، باخبر، استقامت لرونکی او زده ‌کړیال شخصیت لرونکی وي، تر څو د اسلامي امارت لاسته راوړنې په ښه توګه تر ولسونو پورې ورسوي.
۱۷/۱/۱۴۴۷ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS