لغمان کې د مديريت او ارتباطاتو په اړه دوه ورځنی ښوونيز سیمينار جوړ شو

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۰
...

د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست په هڅو او همکارۍ د بشري حقونو او په رسنيو د څار ادارې لخوا ۳۰ تنو ځوانانو ته د ټولنيزو خدمتونو، مديريت او ارتباطاتو دوه ورځنی ښوونيز سيمينار جوړ شو، چې موخه یې په ټولنیزو موضوعاتو کې یو له بل سره همکاري او چمتووالی دی.
د سيمينار د پيل په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالنور رسولي وويل: ځوانان د ټولنې مهمه او ملاتړ کوونکې برخه ده، باید د ټولنې د اصلاح، د اسلامي نظام د ملاتړ او د ټولنیزو خدمتونو برخو کې فعاله ونډه واخلي، تر څو د ټولنې ستونزې ختمې او پر ځای يې پرمختګونه او نوښتونه رامنځته شی.
د سیمينار په ترڅ کې به ګډونوالو ته له يو او بل سره د همکارۍ، د ټولنیزو خدمتونو، د مدیریت، اړیکو، ادارې او د مدیریت د بنسټونو په اړه معلومات وړاندې شي او د ګډونوالو ترمنځ به د يادو موضوعاتو په اړه د نظرياتو تبادله وشي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم ۳۰ تنو نورو ځوانانو ته په یاده برخه کې دا ډول سیمینار جوړ شوی و.

۱۴۴۷/۱/۱۱ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS